د دوهم ځل لپاره د داوطلبۍ اعلان

firoz_admin
ییی

Publish Date

Closing Date

د داوطلبي د بلنې عنوان او شمېره (MOMP/G/18-NCB-1401 )
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست د ډبرو سکرو تصدۍ په استازیتوب ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې یادې تصدۍ د اړتیا لپاره  A-92 مارک 67000 لېترو په اندازه پټرول او د L-62 مارک  150،000 لېترو په اندازه د چمتو کولو په پروسه کې ګډون وکړي. او د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غیري مشورتي خدماتو له آمریت څخه  د 13/7/1401 نېټې د چهارشنبې په ورځ وروسته له غرمې په 04:00 بجو تر لاسه کولی شي. او خپل آفرونه د شرطنامې او د تدارکاتو او طرزالعمل له قانون سره سمې ډکې کړئ. او د آفرګشايي په غونډه کې وړاندې کړئ.

آفرګشایي د پنجشنبې په ورځ د 14/7/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده

د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 525،000 پنځه سوه پنځه ویشت زره افغانۍ نغدې پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.

په تېرو لسو کلونو کې یو ورته قرارداد 13،700،000 د دیارلس میلیونه او اوه سوه زره افغانیو په ارزښت وي.

او یا په تېرو لسو کلونو کې یو ورته قرارداد 22،840،000 د دوه ویشت میلیونه او اته سوه څلوېښت زره افغانیو په ارزښت وي.

د تیرو پنځو کلونو په ورستیو دوه کلونو کې د کلنۍ راکړې ورکړې حجم (عمومي تجربه) 23,840,000 د درویشت میلیونه او اته سوه څلوېښت زره افغانۍ وي.


د یادې پروژې مالي ظرفیت (5،570،000 پنځه میلیونه او پنځه سوه اویا زره) افغانۍ دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

Sun, Mar 10 2024 10:48 AM
Background image

Notice

The Ministry of Mines and Petroleum (Directorate of Large-Scale Mines Management) is announcing the tender for two mining Projects in Badakhshan and Kunduz provinces on 10 March 2024 – . . .

Back to tenders