مطبوعاتي بلنه
ټولو رسنیو ته خبر ورکول کېږي چې نن سه شنبه 7/4/1401 وروسته له غرمې په 3 بجو د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د ډبرو سکرو د صادراتو د پالیسۍ په اړه مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړي. له رسنیو څخه هیله کوو چې د یاد کنفرانس د خبر د خپرولو او پوښښ لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت مقام ته تشریف راوړي.
په درنښت
د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رسنیو ټیم آمریت
کانونو او پټرولیم وزارت